Skip to content
د سورتونو لړليک /

الفَتح

الفَتح is chapter ٤٨ of the Quran and has ٢٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

29 آيتونه د سورت شمېره ٤٨
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِنَّا فَتَحۡنَا لَكَ فَتۡحٗا مُّبِينٗا

بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى.

لِّيَغۡفِرَ لَكَ ٱللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنۢبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكَ وَيَهۡدِيَكَ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا

څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبخښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښايي.

وَيَنصُرَكَ ٱللَّهُ نَصۡرًا عَزِيزًا

او مرسته وکړي الله ستا سره مرسته د عزت والا.

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ لِيَزۡدَادُوٓاْ إِيمَٰنٗا مَّعَ إِيمَٰنِهِمۡۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا

خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مومنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمان د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی دی ډېر پوه او حکمت والا.

لِّيُدۡخِلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عِندَ ٱللَّهِ فَوۡزًا عَظِيمٗا

د دې لپاره چې مومنان او مومنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله پر وړاندې دغه يو ستر برى دى.