Skip to content
د سورتونو لړليک /

مُحمد

مُحمد is chapter ٤٧ of the Quran and has ٣٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

38 آيتونه د سورت شمېره ٤٧
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ أَضَلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ

كومو خلکو چې کفر وکړ او د الله له لارې يې (خلک) اېسارول، الله يې عملونه له منځه وړي دي.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَءَامَنُواْ بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٖ وَهُوَ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡ كَفَّرَ عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡ وَأَصۡلَحَ بَالَهُمۡ

او هغه کسان چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي او خصوصا په هغه څه يې هم ايمان راوړى چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، نو الله به يې ګناهونه ترې ورژوي او حال به يې سم كړي.

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱتَّبَعُواْ ٱلۡبَٰطِلَ وَأَنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّبَعُواْ ٱلۡحَقَّ مِن رَّبِّهِمۡۚ كَذَٰلِكَ يَضۡرِبُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ أَمۡثَٰلَهُمۡ

دا ځكه چې كافرانو د باطل پيروي وكړه او مومنانو د هغه حق پيروي وكړه چې د هغو د رب لخوا راغلى دى، پدې ډول الله خلكو ته د هغو مثالونه (احوال) ورښايي.

فَإِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَضَرۡبَ ٱلرِّقَابِ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَثۡخَنتُمُوهُمۡ فَشُدُّواْ ٱلۡوَثَاقَ فَإِمَّا مَنَّۢا بَعۡدُ وَإِمَّا فِدَآءً حَتَّىٰ تَضَعَ ٱلۡحَرۡبُ أَوۡزَارَهَاۚ ذَٰلِكَۖ وَلَوۡ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَٱنتَصَرَ مِنۡهُمۡ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَاْ بَعۡضَكُم بِبَعۡضٖۗ وَٱلَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعۡمَٰلَهُمۡ

او كله چې له دغو كافرانو سره تاسي مخامخ كيدلئ نو (لومړى كار) د څټونو وهل دي، تر دې پورې چې كله تاسي هغوې ښه وټكوئ نو بنديان كلک وتړئ، له هغه وروسته (ستاسي خوښه چې) ښېګنه كوئ او كه د فديې معامله كوئ تر هغه پورې چې جګړه (جنګیالي) خپله وسله وغورځوي. دغه دى ستاسي دكولو كار، كه الله غوښتي واى نو پخپله به يې له هغو څخه غچ اخستى و، خو (دغه كړنلاره هغه د دې لپاره غوره كړيده) څو تاسي يو د بل په وسيله وازمائي. او كوم كسان چې د الله په لار كې و وژل شي الله به د هغوی عملونه هيڅكله ورک نكړي.

سَيَهۡدِيهِمۡ وَيُصۡلِحُ بَالَهُمۡ

زر به سمه لار ورته وښايي او حال به يې سم كړي.