Skip to content
د سورتونو لړليک /

الشُّورى

الشُّورى is chapter ٤٢ of the Quran and has ٥٣ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

53 آيتونه د سورت شمېره ٤٢
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ

حم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

عٓسٓقٓ

الله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو.

كَذَٰلِكَ يُوحِيٓ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ ٱللَّهُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ

همدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي.

لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ

خاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی.

تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرۡنَ مِن فَوۡقِهِنَّۚ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡ وَيَسۡتَغۡفِرُونَ لِمَن فِي ٱلۡأَرۡضِۗ أَلَآ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

نږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى.