Skip to content
د سورتونو لړليک /

الزُّخرُف

الزُّخرُف is chapter ٤٣ of the Quran and has ٨٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

89 آيتونه د سورت شمېره ٤٣
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ

حم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ

په (دې) څرګند كتاب قسم.

إِنَّا جَعَلۡنَٰهُ قُرۡءَٰنًا عَرَبِيّٗا لَّعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ

چې بېشکه هغه موږ يو عربي قرآن ګرځولى تر څو تاسو له عقل کار واخلئ.

وَإِنَّهُۥ فِيٓ أُمِّ ٱلۡكِتَٰبِ لَدَيۡنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ

او بېشكه هغه په لوح محفوط كې زموږ سره دی په هرومرو د لوړې مرتبې حكمت والا دى.

أَفَنَضۡرِبُ عَنكُمُ ٱلذِّكۡرَ صَفۡحًا أَن كُنتُمۡ قَوۡمٗا مُّسۡرِفِينَ

ایا واړوو له ستاسو څخه دا قران په اړولو؛ له دې کبله چې تاسو مسرفین یاست؟ [دا قران درته بیان نه کړو؟ خاماخا یې درته بیانوو].