٤ : ٣٧
ٱلَّذِينَ يَبۡخَلُونَ وَيَأۡمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلۡبُخۡلِ وَيَكۡتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۗ وَأَعۡتَدۡنَا لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا
هغوى چې هم په خپله بخيلي كوي او هم نورو خلكو ته د شومتيا سپارښت كوي او هغه څه پټوي چې الله له خپله فضله وركړي او كافرانو ته مو سپكونكى عذاب چمتو كړى.