Skip to content
النِّسَاء /

آيت ٩٢

٤ : ٩٢

آيت ٩٢ of النِّسَاء (٤ : ٩٢). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

النِّسَاء آيتونه ١٧٦
سورت · النِّسَاء
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٤ : ٩٢

وَمَا كَانَ لِمُؤۡمِنٍ أَن يَقۡتُلَ مُؤۡمِنًا إِلَّا خَطَـٔٗاۚ وَمَن قَتَلَ مُؤۡمِنًا خَطَـٔٗا فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖ وَدِيَةٞ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُواْۚ فَإِن كَانَ مِن قَوۡمٍ عَدُوّٖ لَّكُمۡ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖۖ وَإِن كَانَ مِن قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٞ فَدِيَةٞ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ وَتَحۡرِيرُ رَقَبَةٖ مُّؤۡمِنَةٖۖ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ شَهۡرَيۡنِ مُتَتَابِعَيۡنِ تَوۡبَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمٗا

او يو مومن ته نه ښايي چې بل مومن ووژني مګر په خطايي، او چا چى په خطا سره كوم مومن وواژه نو (پر هغه) د يو مومن مريې ازادول او كورنۍ ته يې د وينى بيه ورسپارل دي، مګر دا چې ويې بخښي، خو كه هغه (وژل شوى) كس مومن او ستاسو له دښمن قومه و نو بيا يوازې د يو مومن مريي ازادول دي، او كه له يو داسې قومه و چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، نو ټبر ته يې د وينې سپارل شوې بيه او د يو مومن مريي ازادول دي، خو كه څوك يې نه مومي نو پر هغه پرله پسې دوه مياشتې روژه ده د الله له لوري د توبى قبلولو لپاره، او الله پوه حکمت والا دى.