Skip to content
د سورتونو لړليک /

العَنكبُوت

العَنكبُوت is chapter ٢٩ of the Quran and has ٦٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

69 آيتونه د سورت شمېره ٢٩
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓمٓ

الم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

أَحَسِبَ ٱلنَّاسُ أَن يُتۡرَكُوٓاْ أَن يَقُولُوٓاْ ءَامَنَّا وَهُمۡ لَا يُفۡتَنُونَ

آيا خلك ګمان کوي چې هغوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازمايښت به ورباندې ونه کړای شي؟

وَلَقَدۡ فَتَنَّا ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۖ فَلَيَعۡلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ صَدَقُواْ وَلَيَعۡلَمَنَّ ٱلۡكَٰذِبِينَ

قسم دی خامخا مخكې خلك موږ ازمايلي دي، پس قسم دی هرومرو الله راڅرګندوي هغه کسان چې ریښتیني دي [پخپله ویناکې] اوهغه کسان چې درواغجن دي.

أَمۡ حَسِبَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَسۡبِقُونَاۚ سَآءَ مَا يَحۡكُمُونَ

آیا ګومان کوي هغه کسان چې بد کارونه کوي چې پرموږبه مخکې شي؟ ډېره بده پریکړه ده چې دوی یې کوي.

مَن كَانَ يَرۡجُواْ لِقَآءَ ٱللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ لَأٓتٖۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ

څوك چې له الله سره د مخامخ کېدلو هيله لري نو د الله نېټه خامخا راتلونكې ده او همغه ډېر پوه اورېدونكى دى.