Skip to content
د سورتونو لړليک /

الرُّوم

الرُّوم is chapter ٣٠ of the Quran and has ٦٠ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

60 آيتونه د سورت شمېره ٣٠
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓمٓ

الم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

غُلِبَتِ ٱلرُّومُ

رومیان (د روم خلک) مغلوب شول.

فِيٓ أَدۡنَى ٱلۡأَرۡضِ وَهُم مِّنۢ بَعۡدِ غَلَبِهِمۡ سَيَغۡلِبُونَ

په نږدې سيمه كې، او دوى به له دې مغلوبيدو وروسته (بيا) برلاسي كيږي.

فِي بِضۡعِ سِنِينَۗ لِلَّهِ ٱلۡأَمۡرُ مِن قَبۡلُ وَمِنۢ بَعۡدُۚ وَيَوۡمَئِذٖ يَفۡرَحُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ

په يو څو كلونو كې، الله لره مخكې هم واكمني وه او وروسته هم،او په دغه ورځ به خوشحاله شي مومنان.

بِنَصۡرِ ٱللَّهِۚ يَنصُرُ مَن يَشَآءُۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

د الله په (دغه) مرسته باندې، چا ته يې چې خوښه شي مرسته يې كوي او هغه ډېر زورو او رحم والا دی.