٢٩ : ٥٨
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ ٱلۡجَنَّةِ غُرَفٗا تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ نِعۡمَ أَجۡرُ ٱلۡعَٰمِلِينَ
او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده.