Skip to content
د سورتونو لړليک /

القَصَص

القَصَص is chapter ٢٨ of the Quran and has ٨٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

88 آيتونه د سورت شمېره ٢٨
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

طسٓمٓ

طسم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ

دا د څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

نَتۡلُواْ عَلَيۡكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرۡعَوۡنَ بِٱلۡحَقِّ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ

موږ د موسى او فرعون څه خبر په سمه توګه پر تا لولو، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

إِنَّ فِرۡعَوۡنَ عَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَجَعَلَ أَهۡلَهَا شِيَعٗا يَسۡتَضۡعِفُ طَآئِفَةٗ مِّنۡهُمۡ يُذَبِّحُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَيَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ

بې شكه فرعون په ځمكه كې لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې ډلې ډلې كړل، له هغو يوه ډله به يې لاس لاندې كړې وه چې زامن به يې ور حلالول او نجونې به يې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً هغه له فساد كوونكو څخه و.

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنَجۡعَلَهُمۡ أَئِمَّةٗ وَنَجۡعَلَهُمُ ٱلۡوَٰرِثِينَ

او موږ غوښتل چې په هغو خلكو مهرباني وكړو چې په ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو او امامان يې وګرځوو او هم هغوى وارثان وګرځوو.