١٦ : ٧٠
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ ثُمَّ يَتَوَفَّىٰكُمۡۚ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرۡذَلِ ٱلۡعُمُرِ لِكَيۡ لَا يَعۡلَمَ بَعۡدَ عِلۡمٖ شَيۡـًٔاۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٞ قَدِيرٞ
او الله تاسو پيدا كړئ بيا مو پوره اخلي (مړه کوي مو) او له تاسو نه څوک بد (د ذلت) عمر ته پريږدي، چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ ونه پوهيږي، بې شكه الله ډېر پوه ځواکمن دى.