١٦ : ٦٩
ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ فَٱسۡلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلٗاۚ يَخۡرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٞ مُّخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٞ لِّلنَّاسِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ
بيا د هر ډول مېوو نه خوراک كوه او د خپل رب په هوارو كړيو لارو روانه اوسه، د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې فكر كوي.