Skip to content

أم حرام بنت مِلْحان بن خالد الأنصارية

الإسم

ام حرام بنت مِلْحان بن خالد انصاريه

اسم الشهرة

ام حرام بنت مِلْحَان -رضي الله عنها-

نبذة مختصرة

ام حرام بنت ملحان بنت خالد بن زید بن حرام بن جندب انصاریه، د انس رضي الله عنه څخه هغه له ام حرام بنت ملحان څخه روایت کوي -چې د هغه خاله وه- چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې په کور کې د غرمې خوب وکړ نو بیا په ​​خندا راوېښ شو او ویې ویل: "زما له امت څخه ځیني خلک ماته را وښودل شول چې د شنه سمندر پر شا پر تختونو د پاچاهانو په څېر سپاره ول"، هغې وويل: نو ما وويل: اې د الله رسوله، له الله څخه وغواړه چې ما هم له هغوی څخه وګرځوي، هغه بیا ویده شو او په خندا راویښ شو، ما وویل: اې د الله رسوله تا څه شی خندوي؟ ویې فرمایل: "زما له امت څخه ځیني خلک ماته را وښودل شول چې د شنه سمندر پر شا پر تختونو د پاچاهانو په څېر سپاره ول"، هغې وويل: نو ما وويل: اې د الله رسوله، له الله څخه وغواړه چې ما هم له هغوی څخه وګرځوي، هغه وفرمايل: "ته له لومړنیو کسانو څخه یې." هغه وويل: نو عباده بن صامت له هغې سره واده وکړ، او هغه یې له ځان سره بوتلله، کله چې هغه له سمندر څخه تېر شو، په سپرلۍ سپره شوه نو ویې غورځوله او ویې وژله په ۲۷ کال کې.

المراجع

نور (1)
الطبقات الكبرى (8/ 319)، معرفة الصحابة لأبي نعيم (6/ 3479)، الاستيعاب في معرفة الأصحاب (4/ 1931)، أسد الغابة (7/ 304)، الأعلام للزركلي (2/172).