السؤال
س١٤: ما صور خُلق الرحمة؟
۱۴. پوښتنه: د مهربانۍ د خوی ډولونه څه دي؟
الجواب
ج:- رحمة كبار السن وتوقيرهم.
- رحمة صغار السن والأطفال.
في الحديث:
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يُوَقِّرْ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا»
رواه أحمد.
- رحمة الفقير والمسكين والمحتاج.
- رحمة الحيوان بأن تطعمه ولا تؤذيه.
من ذلك قول النبي عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ:
«تَرَى المُؤْمِنينَ في تَراحُمِهِم وتَوادِّهِم وتَعاطُفِهِم كمَثَلِ الجَسَدِ، إذا اشتَكَى عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ جَسَدِهِ بالسَّهَرِ والحُمَّى»
متفق عليه.
- وقال رسولُ اللهِ ﷺ:
«الرَّاحِمونَ يَرحَمُهُمُ الرَّحمنُ، ارْحَمُوا أهْلَ الأَرضِ، يَرحَمُكُمْ مَن في السَّماءِ»
رواه أبو داود والترمذي.
ج – پر لویانو مهرباني او د هغوی احترام.
- پر کوچنیانو او ماشومانو مهرباني.
په حدیث کې دي چې:
«هغه څوک له موږ څخه نه دی چې زموږ د مشرانو احترام نه کوي، او پر کوچنیانو رحم نه کوي»
احمد روایت کړی.
- پر فقیر، مسکین او اړمن مهرباني.
- پر حیواناتو مهرباني، په خوراک ورکولو او زیان نه رسولو سره.
په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده:
«مؤمنان په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د یو بدن په څیر دي، کله چې د بدن یو غړی ناروغ شي، نو د بدن نور ټول غړي یې هم د بې خوبۍ او تبې له امله ورسره کړاو احساسوي»
متفق علیه.
او رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ ترڅو هغه ذات چې په آسمانونو کې دی پر تاسو رحم وکړي»
ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.