Skip to content

"پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".

«مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها».

ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.

د حديث له ګټو څخه

د شاه لخوا (په دبر کې) ښځو ته د نږدې کېدو حراموالی.

له دبر پرته د ښځې له نور ټول بدن څخه خوند اخیستل جایز دي.

مسلمان ښځې ته د مخې لخوا ورځي، لکه څنګه چې الله تعالی ورته امر کړی دی؛ او د شا لخوا په ورتګ سره فطرت افساد، او نسل ضایع کیږي، او پدې کې د سالم فطرت مخالفت دی او ښځې او خاوند ته ستر ضررونه رامنځته کېږي.

مراجع
نور (11)

سنن ابو داود (3/ 489) (2162).

د النسائي السنن الکبری (8/ 200) (8966).

د امام أحمد مسند (15/ 457) (9733).

نيل الأوطار.

للشوكاني (6/ 237).

سبل السلام.

للصنعاني (2/ 202).

توضِيحُ الأحكَامِ مِن بُلوُغ المَرَام.

للبسام (5/ 346).

فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (4/ 535).