Skip to content

«له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پسې مه ګرځئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه اړوئ، او یو پر بل مه غصه کیږئ، او ټول د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه».

«إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ؛ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلَا تَحَسَّسُوا، وَلَا تَجَسَّسُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَانًا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو هغو کارونو څخه منع فرمایلې ده چي د مسلمانانو تر منځه تفرقه او دښمني رامنځته کوي، له هغو څخه: (الظن) له دلیل پرته په زړه کې تور پورې کول، او دا یې بیان کړ چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده. "تحسس" د سترګو یا غوږونو په واسطه د خلکو د پټو عیبونو پلټنه کول. او (جاسوسي): چې د پټو معاملو په لټه کې وي، او اکثرا دا د بدۍ په اړه ویل کیږي. او له حسد څخه: چې هغه د نورو لپاره د نعمت بد ګڼل دي. او له یو بل څخه مخ اړول، نو نه سلام اچوي او نه د خپل مسلمان ورور لیدنې ته ورځي، او له یو بل څخه کرکه کول، بد ګڼل او نفرت کول، لکه د نورو ازارول، او هغه چې تندی یې تروش نیولی وي او هغه چې په بد انداز سره خلکو سره مخ کیږي. بیا یې یوه جامعه وینا وکړه چې د مسلمانانو خپلمنځي وضعیت پرې ښه کیږي: ( او د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه) نو دیني ورورګلوي هغه اړیکه ده چې د خلکو تر منځه پرې اړیکې پیاوړې کیږي، او تر منځه یې مینه او محبت زیاتیږي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په هغه چا بد ګماني ضرر نه لري چې نښې یې پرې ښکاره شي، او مؤمن باید ځیرک او هوښیار اوسې او په بدو او فاسقو خلکو دوکه نه شي.

له تهمت څخه هغه یو مراد دی چې په زړه کې ځاي نیسي او ټینګار پرې وشي، خو کوم یو چې په زړه کې راځي او ځاي نه نیسي انسان پرې نه نیول کیږي.

د اسلامي ټولنې د غړو تر منځ د بې اتفاقۍ او د اړیکو پرې کولو د لاملونو ممانعت، لکه جاسوسي، حسد او داسې نور.

له مسلمان سره په نصیحت او محبت کې د ورور په شان چلند کول.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (8/ 19) (6064).

صحيح مسلم (4/ 1985) (2563).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 219).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 414).

فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 363).