Skip to content

«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».

«لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ، وَلَا تَخَيَّرُوا بِهِ الْمَجَالِسَ، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ، فَالنَّارُ النَّارُ».

ابن ماجه روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې موخه د علم له زده کړې څخه خبردارى ورکړى، چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي او ځان پرې وښایي، او دا ورته وښایې چې زه هم ستاسو په څېر عالم یم، او یا د دې لپاره چې ساده او کم عقله خلک پرې مخاطب وګرځوي، او یا زده کړه د دې لپاره وکړي چې په مجلس کې پرې مشري تر لاسه کړي او نورو ته پرې لومړیتوب ورکړل شي. نو چاچې داسې وکړل، هغه د ځان ښودنې (ریا) او د الله لپاره په زده کړه کې د اخلاص د نشتوالي له امله د اور مستحق دی.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د هغه چا لپاره په اور ګواښ چې علم یې د فخر کولو لپاره زده کړې وي، او یا پرې جګړه وکړي او یا پرې په مجلس کې د ځان لپاره غوره ځای خپل کړي او داسې نور.

د هغو کسانو لپاره په نیت کې د اخلاص ارزښت چې علم زده کوي او نورو ته یې ښایې.

نیت د عملونو اساس دی او په همدې به جزا ورکول کیږي.

مراجع
نور (3)

سنن ابن ماجه (1/ 170) (254).

مرشد ذوي الحجا والحاجة (2/378).

مشارق الأنوار الوهاجة ومطالع الأسرار البهاجة في شرح سنن الإمام ابن ماجه (4/ 482).