Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 7

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».
صحيح دی متفق علیه دی
«انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
صحيح دی امام أحمد، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».
صحيح دی ابن ماجه روايت کړی دی
«فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)، نو کوم زړه چې فتنه ومني، په هغه کې یوه تور ټکی وشي او کوم زړه یې چې رد کړي په هغه کې یو سپین ټکی وشي، تر دې چې د دوو زړونو درلودونکی شي: یو داسې سپین زړه چې لکه صفا ډبره، چې هېڅ فتنه به یې اغېزمن نه کړي تر څو چې اسمانونه او ځمکه وي؛ او بل تور چې خړوالي ته مایل وي (مرباد) زړه، لکه چپه شوی لوښی، چې نه نیکي پېژني او نه له بدۍ انکار کوي، هغه څه کوي چې خواهش یې لري»، حذیفه وایي: ما عمر ته دا هم وویل چې ستا او د فتنو ترمنځ یوه تړلې دروازه ده چې ژر ده ماته شي، عمر وویل: «ماته شي؟ دا ورته سخته ښکاره شوه (ځکه ماته شوې لکه د پرانېستل شوې په څېر نه وي نو ځکه یې هیله مندي وښوده چې) که پرانیستل شوې وای، ښايي بېرته تړل شوې وای» ما وویل: «نه، بلکې ماته به شي» او ما هغه ته وویل چې دا دروازه یو سړی دی چې یا به ووژل شي او یا به وفات شي — دا خبره مبهمه نه وه، ابو خالد وایي: ما سعد ته وویل: «ای ابو مالکه! دا (أَسْوَدُ مُرْبَادٌّ) څه معنا؟» هغه وویل: «په تور کې سخت سپېنوالی» وایي ما وویل: «(الْكُوزُ مُجَخِّيًا) څه معنا لري؟» هغه وویل: یعنې چپه شوی لوښی.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
صحيح دی متفق علیه دی
«له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم».
النووي وايي: حديث صحيح دی. موږ په کتاب الحجة کې په صحیح سند سره روایت کړی دی
"الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي چې د لارې په دواړو خواو کې دوه دېوالونه دي، او په هغې کې خلاصې دروازې دي، او پر دروازو پردې راځوړندې دي، او د لارې په دروازه یو بلونکی وايي: اې خلکو! ټول په ګډه لارې ته ننوځئ او غاړو او څنډو ته مه ورکږیږئ، او د لارې له پاسه بل بلونکی دی، نو هر کله چې لاروی وغواړي لدې درواځو څخه څه پرانیزي وایي: افسوس دی پر تا، مه یې خلاصوه، ځکه که تا خلاصه کړه نو خامخا به ورننوځې، او دا نېغه لار اسلام دی، او دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، او خلاصې دروازې، د الله تعالی محارم دي، او هغه د لارې پر سر بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او د لارې د پاسه بلونکی له الله تعالی څخه هغه وېرونکی مبلغ دی چې د هر مسلمان په زړه کې دی».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی