Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
صحيح دی متفق علیه دی