یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې په منبر ولاړ و، د صدقې، تعفف (یعنې له اړتیا پرته د صدقې اخېستلو څخه ډډه کولو) او له خلکو څخه د سوال کولو په اړه يې وفرمایل: « یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی، لوړ لاس هغه دی چې صدقه ورکوي، او ټيټ لاس هغه دی چې مرسته غواړي».
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَهُوَ عَلَى المِنْبَرِ، وَذَكَرَ الصَّدَقَةَ، وَالتَّعَفُّفَ، وَالمَسْأَلَةَ: «اليَدُ العُلْيَا خَيْرٌ مِنَ اليَدِ السُّفْلَى، فَاليَدُ العُلْيَا: هِيَ المُنْفِقَةُ، وَالسُّفْلَى: هِيَ السَّائِلَةُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په منبر خطبه ورکوله، نو د صدقې ورکولو او له سوال څخه د ځان ساتنې یادونه يې وکړه او بیا یې وفرمایل: لوړ لاس چې ورکړه کوي او صدقه کوي، د ټيټ لاس څخه چې غوښتنه کوي، غوره او د الله تعالی لپاره محبوب دی.
په دې کې د خیر په چارو کې د ورکړې او لګښت فضیلت بیان شوی او د سوال کول بد ګڼل شوي دي.
په حدیث کې ټینګار شوی چې له خلکو باید سوال ونه شي او ځان ترې مستغني او بې پروا شي، او تر څنګه یې باعزته چارو ته هڅوونه او له سپکو چارو ډډه کولو ټینګار شوی دی، او الله تعالی لوړې او باعزته چارې خوښوي.
لاسونه د فضیلت له مخې څلور ډولونه دي: تر ټولو غوره هغه دي چې صدقه ورکوي، بیا هغه چې له اخیستلو څخه ځان ساتي، بیا هغه چې بې غوښتنې څه ترلاسه کوي، او تر ټولو ټیټ هغه دی چې غوښتنه کوي.
نور (14)
صحيح البخاري (2/ 112) (1429).
صحيح مسلم (2/ 717) (1033).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 590).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 465).
التوضيح لشرح الجامع الصحيح.
لابن الملقن (10/ 315).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (3/ 388).
تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي.
المباركفوري (3/ 288).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل آل مبارك (ص212).