راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام
د ابی عبدالله، جابر بن عبدالله الأنصاري رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
یو سړي له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل او ویې ویل: راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام، او له دې نه زیات نور هېڅ ونه کړم، آیا جنت ته به داخل شم؟ هغه وفرمايل: «هو».
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ المَكْتُوبَاتِ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الحَلَالَ، وَحَرَّمْتُ الحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا، أَأَدْخُلُ الجَنَّةَ؟ قَالَ: «نَعَمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.
د فرضو په ادا کولو او د حرامو په پرېښودلو د مسلمان ټینګار او دا چې موخه یې جنت ته داخلېدل وي.
د حلالو ارزښت او په روا والي یې عقیده لرل او د حرامو ناروا والی او په حرمت یې ایمان درلودل.
د واجبو - عملونو - تر سره کول او د حرامو پرېښودل جنت ته د ننوتلو لامل دي.
نور (4)
صحيح مسلم (1/ 44) (15).
جامع العلوم والحكم (1/513).
شرح الأربعين النووية للعثيمين (ص: 215).
فتح القوي المتين في شرح الأربعين للعباد (ص 77).