٢٨ : ٣٢
ٱسۡلُكۡ يَدَكَ فِي جَيۡبِكَ تَخۡرُجۡ بَيۡضَآءَ مِنۡ غَيۡرِ سُوٓءٖ وَٱضۡمُمۡ إِلَيۡكَ جَنَاحَكَ مِنَ ٱلرَّهۡبِۖ فَذَٰنِكَ بُرۡهَٰنَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَمَلَإِيْهِۦٓۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَوۡمٗا فَٰسِقِينَ
خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي.