Skip to content
د سورتونو لړليک /

الفُرقَان

الفُرقَان is chapter ٢٥ of the Quran and has ٧٧ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

77 آيتونه د سورت شمېره ٢٥
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَبَارَكَ ٱلَّذِي نَزَّلَ ٱلۡفُرۡقَانَ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦ لِيَكُونَ لِلۡعَٰلَمِينَ نَذِيرًا

هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي.

ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَمۡ يَتَّخِذۡ وَلَدٗا وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٞ فِي ٱلۡمُلۡكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيۡءٖ فَقَدَّرَهُۥ تَقۡدِيرٗا

هغه ذات چې د آسمانونو او ځمكې پاچايي هغه لره ده، نه يې څوك زوى كړى، نه يې پاچايي كې څوك شريك شته او هر څه هماغه پيدا كړي او برخليك يې ورته ټاكلى دى.

وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةٗ لَّا يَخۡلُقُونَ شَيۡـٔٗا وَهُمۡ يُخۡلَقُونَ وَلَا يَمۡلِكُونَ لِأَنفُسِهِمۡ ضَرّٗا وَلَا نَفۡعٗا وَلَا يَمۡلِكُونَ مَوۡتٗا وَلَا حَيَوٰةٗ وَلَا نُشُورٗا

او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ إِفۡكٌ ٱفۡتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيۡهِ قَوۡمٌ ءَاخَرُونَۖ فَقَدۡ جَآءُو ظُلۡمٗا وَزُورٗا

او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل.

وَقَالُوٓاْ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ٱكۡتَتَبَهَا فَهِيَ تُمۡلَىٰ عَلَيۡهِ بُكۡرَةٗ وَأَصِيلٗا

او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي.