٢٥ : ٦٠
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسۡجُدُواْۤ لِلرَّحۡمَٰنِ قَالُواْ وَمَا ٱلرَّحۡمَٰنُ أَنَسۡجُدُ لِمَا تَأۡمُرُنَا وَزَادَهُمۡ نُفُورٗا۩
او كله چې هغوی ته وويل شي: رحمن ته سجده وكړئ وايي: رحمن څه دى؟ څه شى چې ته يې راته امر كوې موږ به هغه ته سجده كوو؟ او لا يې كركه زياتوي.