٢٥ : ١٧
وَيَوۡمَ يَحۡشُرُهُمۡ وَمَا يَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمۡ أَضۡلَلۡتُمۡ عِبَادِي هَٰٓؤُلَآءِ أَمۡ هُمۡ ضَلُّواْ ٱلسَّبِيلَ
او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟