Skip to content

خالد بن الوليد بن المغيرة المخزومي

الإسم

خالد بن وليد بن مغيره مخزومي

اسم الشهرة

خالد بن وليد -رضي الله عنه-

نبذة مختصرة

خالد بن ولید بن مغیره بن عبدالله بن عمر بن مخزوم قرشي مخزومي، د الله توره، ابو سلیمان، جلیل القدر صحابي و، د جاهلیت په دوره کې د قریشو له اشرافو څخه و، او د حدیبیې د عمرې پورې یې د قریشو له کفارو سره جګړو کې ګډون کړی و، بیا یې له خیبر وروسته په اووم کال اسلام قبول کړ، او ویل شوي دي چې له دې مخکې یې اسلام قبول کړی و، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مکې فتحه کې ګډون کړی و، چې ډېره ښه مبارزه یې وکړه، بیا حنین او طائف کې حاضر و، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د عزی (بت) ړنګولو لپاره واستاوه، نو ړنګ یې کړ، رسول صلی الله علیه وسلم د هغه په ​​اړه وفرمایل: «نعم عبد اللَّه وأخو العشيرة خالد بن الوليد، سيف من سيوف اللَّه سلّه اللَّه على الكفّار»، "د الله غوره بنده او د قبیلې ورور خالد بن ولید، د الله له تورو څخه یوه توره ده چې کافرانو باندې یې مسلط کړی دی"، هغه په ​​۲۱ کال وفات شو.

المراجع

نور (1)
الكنى والأسماء للإمام مسلم (1/ 370)، الجرح والتعديل لابن أبي حاتم (3/ 356)، مشاهير علماء الأمصار (ص: 56)، الإصابة (3/ 171 ط. هجر)، الأعلام للزركلي (2/ 300).