الرميصاء أو الغميصاء بنت ملحان الأنصارية
الإسم
رميصاء او یا غميصاء انصاريه د ملحان لور
اسم الشهرة
ام سُليم -رضي الله عنها-
نبذة مختصرة
ام سلیم بنت ملحان بن خالد بن زید انصاریه، د انس مور او د ام حرام خور، جلیله صحابیه وه، هغه (له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه) روایت هم لري، لقب یې غميصاء، او ویل کېږي: رميصاء و، او نوم یې سهله و، او ویل کېږي: رمله و، او ویل کېږي: رمیثه، او ویل کېږي: انیفه و، او ویل کېږي: ملیکه و، د انس رضي الله عنه څخه ثابت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه جنت ته ننوتم او پښو غږ مې واورېد، نو ما وويل: دا څوک ده؟ هغوی وويل: دا د انس بن مالک مور غمیصاء بنت ملحان ده." او هغه صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د ام سلیم له کور پرته بل کور ته نه دی ننوتلی، مګر د خپلو مېرمنو کورونو ته، هغه ته وویل شو، نو هغه وویل: (زه پر هغې رحم کوم، د هغې ورور ما سره ووژل شو)، هغه د جاهلیت په دوره کې د مالک بن النضر سره واده شوې وه او هغې د هغه لپاره انس وزېږاوه، او کله چې الله تعالی هغې ته اسلام راوړ، نو هغې د خپل قوم سره اسلام قبول کړ او خپل خاوند ته یې اسلام وړاندې کړ، نو هغه پرې غوسه شو، او شام ته لاړ او مړ شو، او ام سلیم تقریبا په ۳۰ کال کې وفات شوه.