پوښتنه: د اودس ماتوونکي شیان کوم دي؟
- الموضوعات
- الطهارةأحكام الوضوء
- التصنيف الشرعي
- الفقهالطهارةالوضوءنواقض الوضوء
- الباب / الفصل
- قسم الفقه
السؤال
س7: ما نواقض الوضوء؟
۷. پوښتنه: د اودس ماتوونکي شیان کوم دي؟
الجواب
ج:- ما خرج من السبيلين: القُبُل والدبر، من بول أو غائط أو ريح.
- النوم، أو الجنون أو الإغماء.
لحديث:
«العين وكاء السه، فمن نام فليتوضأ»
رواه أبو داود وابن ماجة.
- أكل لحم الإبل.
سأل رجل النبي صلى الله عليه وسلم: أتوضأ من لحوم الإبل؟ قال: «نعم».
رواه مسلم.
- مس القُبُل أو الدبر باليد بدون حائل.
«من مس ذكره فليتوضأ»
رواه أبو داود والترمذي وغيرهما.
ج- هغه څه چې د دوو لارو؛ شرمګاه او مقعد څخه راوځي، له ادرارو، ډکو او یا تشو متیازو او یا باد څخه.
- خوب، لیونتوب، یا بې هوښی.
ددې حديث پر اساس:
«سترګه د مقعد بند دی، نو څوک چې ویده شو، اودس دې وکړي»
ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی
- د اوښ غوښه خوړل.
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: آیا د اوښ د غوښې له امله اودس وکړم؟ هغه وفرمایل: «هو».
مسلم روایت کړی.
- په لاس سره پرته له پردې د شرمګاه یا مقعد لمس کول.
«څوک چې خپل ذکر ته لاس ور وړي، نو اودس دې وکړي»
ابوداود، ترمذي او نورو روایت کړی دی.