Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ
په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».
صحيح دی أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»، «چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» (یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
سهار مهال (دا اذکار) ویېل: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ». يا الله! ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو سهار کړ او ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو بېګا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو او (له مرګ نه وروسته ستا لور ته) بیا پاڅېدل دي، وایې او بل ځل یې وویل: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ» او ستا په لور وروستی منزل دی.
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی
نبي کریم صلی الله علیه وسلم له جویریه رضی الله عنها څخه سهار وختي، چې د سهار لمونځ یې ادا کړی و، ووت، او هغه په خپل عبادت ځای کې ناسته وه. بیا چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم د څاښت له راختو وروسته بېرته راغی، هغه لا هم ناسته وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «ایا ته لا هم په هماغه حالت کې یې چې ما پرې پرېښودلي وي؟» هغې وویل: هو، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما له تا وروسته څلور کلمې درې ځلې ویلې دي، که دا د هغو ذکرونو سره چې تا له سهاره تر دې دمه ویلې دي پرتله شي، نو دا به له هغو درنې وي: سبحان الله وبحمده، عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد كلماته».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".
صحيح دی متفق علیه دی