Skip to content

ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:

ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.

مَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُسْتَجْمِعًا قَطُّ ضَاحِكًا، حَتَّى أَرَى مِنْهُ لَهَوَاتِهِ، إِنَّمَا كَانَ يَتَبَسَّمُ.

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

عائشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خندا کې دومره مبالغه نه کوله چې د ستونې پورتنۍ غوښه یې ښکاره شي، هغه چې په ستونې کې له پاسه راځوړنده وي، بلکې مسکا به یې کوله.

د حديث له ګټو څخه

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو او یا به یې یو شی خوښ شو نو د مسکا په ډول به یې خندا کوله.

ابن حجر فرمایي: هېڅکله مې په خندا کې ډوب نه دی لیدلی چې بشپړه خندا وکړي.

زیاته خندا او په لوړ اواز په خټ خټ خندل د نېکانو خلکو صفت نه دی.

ډېره خندا د ملګرو تر منځه د انسان هیبت او وقار له منځه وړي.

مراجع
نور (2)

صحيح البخاري (8/ 24) (6092).

صحيح مسلم (2/ 616) (899).