"څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي".
له ابو جعد ضمري رضي الله عنه څخه روایت دی، کوم چې یو صحابي و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي".
«مَنْ تَرَكَ ثَلَاثَ جُمَعٍ تَهَاوُنًا بِهَا طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قَلْبِهِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې د لمانځه د نه ادا کولو په اړه خبرداری ورکړی او دا چې څوک د سستۍ او غفلت له امله پرته له عذره درې ځلې د جمعې لمونځ پرېږدي نو الله تعالی به یې زړه باندې مهر ولګوي او وبه یې پوښي چې خېر ورته ونه رسېږي.
ابن المنذر په دې اړه اجماع روایت کړې چې د جمعې لمونځ فرض عین دی.
هغو کسانو ته خبرداری چې د سستۍ له امله د جمعې لمونځونه پرېږدي چې الله تعالی به یې زړونه مهر کړي.
څوک چې د عذر له امله د جمعې لمونځ پرېږدي، په ګواښ کې شامل نه دی.
شوکاني ویلي: "ثلاث جمع" کې احتمال دا دی چې مراد ترې په مطلق ډول درې جمعې پرېښودل، برابره خبره ده که پرلپسې وي یا جلا جلا، تر دې چې که په هر یو کال کې یې یوه جُمعه پرېښوده نو د دریمې جمعې له پرېښودو وروسته به یې الله تعالی پر زړه مهر ووهي او دا د حدیث ظاهري معنا ده، او کېدی شي مراد ترې پرلپسې درې جمعې وي.
نور (7)
سنن ابو داود (2/ 284) (1052).
جامع الترمذي (1/ 630) (500).
سنن النسائي (3/ 88) (1369).
سنن ابن ماجه (2/ 213) (1125).
د امام أحمد مسند (24/ 255) (15498).
النهاية في غريب الحديث والأثر (557).
شرح سنن أبي داود للعباد (134/ 3).