Skip to content

په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».

له الحسن څخه روایت دی، هغه وايي چې: جندب بن عبدالله رضي الله عنه راته په دې مسجد کې حدیث بیان کړ او موږ د هغه له روایت نه وروسته هېڅکله (دا خبره) هېره کړې نه ده، او موږ دا وېره هم نه لرو چې جندب به په رسول الله ﷺ دروغ ویلي وي، هغه وایي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي:

په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».

«كَانَ فِيمَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ رَجُلٌ بِهِ جُرْحٌ، فَجَزِعَ، فَأَخَذَ سِكِّينًا فَحَزَّ بِهَا يَدَهُ، فَمَا رَقَأَ الدَّمُ حَتَّى مَاتَ، قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: بَادَرَنِي عَبْدِي بِنَفْسِهِ، حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الجَنَّةَ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

نبي ﷺ خبر راکوي چې زموږ نه وړاندې یو سړی زخمي شوی و، نو فریاد یې کاوه او په درد یې صبر ونه کړ، چاړه یې راواخېسته، خپل لاس یې پرې کړ او مرګ ته یې بیړه وکړه، وینه یې تر هغه ونه درېده تر څو چې مړ شو، الله تعالی وفرمایل: «زما بنده په خپل ځان وژنې سره زما لور ته بیړه راوکړه، یقینا چې جنت مې پرې حرام کړ.

د حديث له ګټو څخه

په ابتلا او کړاوونو د صبر کولو فضیلت، او دا چې د درد له امله باید عصبانیت ونه کړي، ځکه چې کېدی شي بې صبري او ژړا یې وضعیت لا سخت کړي.

د تېرو امتونو هغه کیسې بیانول چې خېر او پند پکې وي.

ابن حجر ویلي: په (حدیث) کې د دې خبرې ثبوت دی چې انسان باید د الله له حقونو څخه وانه وړي او دا چې هغه پر مخلوق مهربان دی چې ځان وژنه یې پرې حرام کړې ده، او دا چې نفسونه یوازې د الله ملکیت دی.

د هغو اسبابو د راکړې ورکړې حراموالی چې ځان وژنې ته لار پرانیزي او په دې اړه سخت ګواښ.

ابن حجر وايي: دا څرګندوي چې سړي خپل لاس د درملنې په موخه نه؛ بلکې د ځان وژنې په موخه پرې کړ، ځکه چې د درملنې لپاره په یو کار کې غالب ګمان دا وي چې ورسره ورغېږي.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (4/ 170) (3463).

صحيح مسلم (1/ 107) (113).

فتح الباري.

لابن حجر (3/ 227).

شرح النووي على مسلم (2/ 127).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام (ص651).