«فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».
له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:
«فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».
«الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین پنځه ځانګړنې او د پيغمبرانو سنتونه (طریقې) بیان کړي دي: د نر د تناسلي آلې د پاسه د اضافي پوستکي پرې کول، او د ښځینه و لپاره د شرمګاه د پوستکي د سر پرې کول چې د دخول د ځای د پاسه دی. او دویم یې: د نوم د لاندې برخې د وېښتانو لرې کول دي، کوم چې د مخکنۍ شرمګاه شاوخواشاته دي. او دریم یې : د برېتونو لنډول دي، چې نارینه د پاسنۍ شونډې د پاسه د وېښتانو له لرې کولو څخه عبارت دی، تر څو شونډه ښکاره شي. څلورم یې د نوکانو لنډول دي. او پنځم یې: د تخرګ د وېښتانو وېستل دي.
...:
د پيغمبرانو خویونه - چې الله جل جلاله یې خوښوي، پرې خوشحالیږي او امر پرې کوي - د بشپړتیا، پاکوالي او ښکلا لوري ته بلنه ورکوي.
د دې شیانو پر ځان د لازمولو مشروعیت، او غفلت ترې نه کول.
دا خویونه دیني او دنیوي ګټې لري چې له جملې څخه یې: ظاهري ښکلا، د بدن پاکوالی، د پاکوالي لپاره احتياط، له کفارو سره مخالفت او د الله تعالی د حکم اطاعت.
په نورو حدیثونو کې لدې پنځو څخه ډېر د فطرت خویونه ښودل شوي دي، لکه: ږیره پرېښودل، مسواک وهل او داسې نور.
نور (9)
صحيح البخاري (7/ 160) (5891).
صحيح مسلم (1/ 222) (257).
عمدة الأحكام (ص44) (30).
الإلمام بشرح عمدة الأحكام.
لإسماعيل الأنصاري (1/ 45).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص58).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (1/ 72).