«هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».
له طاووس -رحمه الله - څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرام ولیدل چې ویل یې؛ هر څه د اندازې (تقدیر) مطابق دي، فرمایي: او ما له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه اوریدلي چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».
«كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر څه په تقدیر دي؛ حتا لټي او تنبلي (ناتواني)، یعنې: د هغه څه پرېښودل چې باید ترسره شي، په هغه کې ځنډ، او د خپل وخت څخه وروسته والی راوستل، د دنیا او آخرت په چارو کې. او حتا ویښتوب، چې دا: د دنیا او آخرت په چارو کې فعالیت او هوښیارتیا ده. او دا چې الله تعالی تنبلي، ویښتوب او هر څه اندازه کړي دي؛ داسې هیڅ څه په کائناتو کې نه پېښېږي مګر دا چې الله تعالی پرې له وړاندې پوه دی.
...:
د تقدیر په اړه د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - د عقیدې بیان.
هر څه د الله تعالی په تقدیر تر سره کیږي، آن تنبلي او ویښتوب.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په نقلولو کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم ډاډ تر لاسه کول او احتیاط.
د خیر او شر په تقدیر ایمان درلودل.
نور (4)
صحيح مسلم (4/ 2045) (2655).
إكمال المعلم (8/143).
شرح النووي على مسلم (16/205).
الفتح الرباني لترتيب مسند الإمام أحمد بن حنبل الشيباني (1/ 122).