Skip to content
د سورتونو لړليک /

التوبَة

التوبَة is chapter ٩ of the Quran and has ١٢٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

129 آيتونه د سورت شمېره ٩
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

بَرَآءَةٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ

د بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسي تړون كړى و.

فَسِيحُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ أَرۡبَعَةَ أَشۡهُرٖ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّكُمۡ غَيۡرُ مُعۡجِزِي ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُخۡزِي ٱلۡكَٰفِرِينَ

نو تاسي په ځمکه كې څلور مياشتې نور وګرځئ او پدې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست، او دا چې الله د کافرانو رسوا كوونكى دى.

وَأَذَٰنٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلنَّاسِ يَوۡمَ ٱلۡحَجِّ ٱلۡأَكۡبَرِ أَنَّ ٱللَّهَ بَرِيٓءٞ مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ وَرَسُولُهُۥۚ فَإِن تُبۡتُمۡ فَهُوَ خَيۡرٞ لَّكُمۡۖ وَإِن تَوَلَّيۡتُمۡ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّكُمۡ غَيۡرُ مُعۡجِزِي ٱللَّهِۗ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

د الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ ټولو خلكو لپاره اعلان دی چې الله او د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي اوس كه تاسي توبه وباسئ نو همدا ستاسي لپاره ښه ده، او كه مخ واړوئ نو پوه شئ چې تاسي دالله بې وسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه.

إِلَّا ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ثُمَّ لَمۡ يَنقُصُوكُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَمۡ يُظَٰهِرُواْ عَلَيۡكُمۡ أَحَدٗا فَأَتِمُّوٓاْ إِلَيۡهِمۡ عَهۡدَهُمۡ إِلَىٰ مُدَّتِهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَّقِينَ

پرته له هغو مشركانو نه چې له هغو سره تاسي تړونونه كړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو كې له تاسي سره څه نيمګړتيا نده كړې او نه يې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ كړی دى، نو له داسې خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پورې وفا وكړئ ځكه چې الله پرهيزګاران خوښوي.

فَإِذَا ٱنسَلَخَ ٱلۡأَشۡهُرُ ٱلۡحُرُمُ فَٱقۡتُلُواْ ٱلۡمُشۡرِكِينَ حَيۡثُ وَجَدتُّمُوهُمۡ وَخُذُوهُمۡ وَٱحۡصُرُوهُمۡ وَٱقۡعُدُواْ لَهُمۡ كُلَّ مَرۡصَدٖۚ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ

نو كله چې حرامې مياشتې تېرې شوې بيا نو هر ځاى چې مشركان بيامومئ وژنئ يې، ويې نيسئ، را ايساريې كړئ او په هر څارنځي كې ورته كېنئ نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ او زكات يې وركړ نو لار يې خوشې كړئ بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.