Skip to content
د سورتونو لړليک /

القَلَم

القَلَم is chapter ٦٨ of the Quran and has ٥٢ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

52 آيتونه د سورت شمېره ٦٨
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

نٓۚ وَٱلۡقَلَمِ وَمَا يَسۡطُرُونَ

ن قسم دى پر قلم او پر هغه څه چې ليكي يې.

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

مَآ أَنتَ بِنِعۡمَةِ رَبِّكَ بِمَجۡنُونٖ

نه يې ته په نعمت د رب ستا لیونی.

وَإِنَّ لَكَ لَأَجۡرًا غَيۡرَ مَمۡنُونٖ

او بېشكه ستا لپاره هرومرو نه ختمېدونكې بدله ده.

وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٖ

او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې.

فَسَتُبۡصِرُ وَيُبۡصِرُونَ

نو زر دی چې به ته هم ووینې او هغوى به هم وويني.