Skip to content
د سورتونو لړليک /

الأحقَاف

الأحقَاف is chapter ٤٦ of the Quran and has ٣٥ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

35 آيتونه د سورت شمېره ٤٦
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ

حم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ

د دغه كتاب نازلېدل دالله لخوا دي چې برلاسى او د حكمت څښتن دى.

مَا خَلَقۡنَا ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَآ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَأَجَلٖ مُّسَمّٗىۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ عَمَّآ أُنذِرُواْ مُعۡرِضُونَ

موږ ندي پيدا کړي اسمانونه، ځمكه او څه چې د دې دواړو تر منځه دي مګر په حقه [حکمت] او ټاكلې نېټې سره او هغه کسان چې کفر يې کړی له کوم څه چې وېرول كيږي مخ اړوونكي دي.

قُلۡ أَرَءَيۡتُم مَّا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُواْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِ أَمۡ لَهُمۡ شِرۡكٞ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِۖ ٱئۡتُونِي بِكِتَٰبٖ مِّن قَبۡلِ هَٰذَآ أَوۡ أَثَٰرَةٖ مِّنۡ عِلۡمٍ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ

ورته ووايه: آيا پام مو كړی څه چې له الله پرته يې رابولئ، راوښاياست چې له ځمكې يې څه پيدا كړي؟ يا هغوى لره په اسمانونو كې څه برخه شته؟ راوړئ له دې مخکې كوم كتاب يا له علم څخه څه (نقل شوى) دليل، كه تاسې رښتيني ياست.

وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّن يَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسۡتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَهُمۡ عَن دُعَآئِهِمۡ غَٰفِلُونَ

او له هغه چا څخه به زيات بې لارې څوك وي چې پرته له الله څخه داسې یو څوك رابولي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولى، بلكې هغه يې له بلنې (بيخي) بې خبره وي.