جندب بن جنادة بن سفيان بن عبيد الغفاري
الإسم
جندب بن جناده بن سفيان بن عبيد غفاري
اسم الشهرة
أبو ذر الغفاري -رضي الله عنه-
نبذة مختصرة
ابوذر غفاري جندب بن جناده، د ده د نوم په اړه د مشهور قول په بنا، جلیل القدر صحابي و، هغه ژر اسلام قبول کړ، نو ویل کېږي چې: هغه د څلورو څخه څلورم و، او ویل کېږي چې: هغه د پنځو څخه پنځم و، هغه لومړی کس و چې د اسلام سلام ویل یې پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم سلام وویل، هغه مکه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی، د هغه وینا یې واورېدله، نو سمدلاسه یې اسلام قبول کړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "خپل قوم ته بېرته لاړ شه او هغوی خبر کړه تر هغه چې زما له خوا تا ته خبر درشي"، هغه وویل: "قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه به یې د هغوی په منځ کې اعلان کړم، نو هغه بهر لاړ تر هغه چې جومات ته راغی او په لوړ اواز یې وویل: أشهد أن لا إله إلا اللَّه وأن محمدًا عبده ورسوله. زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، او محمد د هغه بنده او رسول دی. خلک ورغلل او تر هغه یې ووهلو چې پر ځمکه پرېوتلو. او رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله چې ابوذر رضی الله عنه حاضر و نو له هغه څخه به یې پیل کاوه، او کله چې به نه و نو پوښتنه به یې کوله، هغه (د هجرت) په ۳۲ کال وفات شو.