«لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".
«لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
د سړي لخوا سړي ته ورتګ - لواطت - له کبیره ګناهونو څخه ده.
ښځې ته د شا لخوا ورتګ له کبیره ګناهونو څخه ده.
(لا ينظر الله) یعنې الله تعالی د رحمت او شفقت په نظر نه ګوري، لدې لېدلو څخه عام لیدل مراد نه دي؛ ځکه چې د الله پاک څخه هېڅ شی پټ نه دی، او نه یې د لید څخه کوم شی ورکېږي.
دا کړنې د بشریت لپاره له سترو او خطرناکو اعمالو څخه دي. ځکه چې په دې کې له انساني سالم فطرت څخه سرغړونه، د نسل کمېدل، د ازدواجي ژوندون فاسدېدل، د دښمنۍ او کرکې پېدا کېدل او په ناپاکو ځایونو کې لوېدل دي.
نور (8)
جامع الترمذي (2/ 457) (1165).
د النسائي السنن الکبری (8/ 197) (8952).
توضِيحُ الأحكَامِ مِن بُلوُغ المَرَام.
للبسام (5/ 347).
فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (4/ 536).
تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي.
للمباركفوري (4/ 276).