«دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي
له تمیم الداری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي د عزت لرونکي په عزت او د ذلیل انسان په ذلت سره؛ داسې عزت چې الله پرې اسلام لوړ او کفر پرې سپک او ذلیل کړي" او تميم داري به وییل: دا مې په خپلې کورنۍ کې ولېدل؛ زما د اهل بيتو له جملې څخه چې چا اسلام قبول کړی و خیر، شرافت او عزت یې تر لاسه کړ، او څوک چې له دوی څخه کافران وو، نو له ذلت، سپکاوي او جزیي سره مخ شول».
«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزًّا يُعِزُّ اللهُ بِهِ الإِسْلَامَ، وَذُلًّا يُذِلُّ اللهُ بِهِ الكُفْرَ» وَكَانَ تَمِيمٌ الدَّارِيُّ يَقُولُ: قَدْ عَرَفْتُ ذَلِكَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، لَقَدْ أَصَابَ مَنْ أَسْلَمَ مِنْهُمُ الْخَيْرُ وَالشَّرَفُ وَالْعِزُّ، وَلَقَدْ أَصَابَ مَنْ كَانَ مِنْهُمْ كَافِرًا الذُّلُّ وَالصَّغَارُ وَالْجِزْيَةُ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا دین به د ځمکې ټولې برخې وپوښي، هر هغه ځای ته چې شپه او ورځ رسېدلي دا دین به ور ورسیږي. او الله تعالی به ښارونو، کلیو او بانډو کې هېڅ کور پرې نه ږدي پرته له دې چې دا دین پرې ورننباسي. نو چا چې دا دین قبول کړ او ایمان یې پرې راوړ، نو د اسلام په درناوي سره به عزتمند وي. او چا چې ترې انکار وکړ او کفر یې پرې وکړ نو ذلیل او سپک به شي. بیا تمیم داري رضي الله عنه وایي چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وړاندوینه کړې وه د خپلې کورنۍ په خلکو کې مې ولیدل؛ چا چې له دوی څخه اسلام راوړی و، نو ښېګڼه، شرف او عزت یې تر لاسه کړ، او چا چې له دوی څخه کفر وکړ؛ ذلیل او سپک شول او سربېره پر دې به یې مسلمانانو ته جزیه هم ورکوله.
مَدَر: طين، والمراد أهل القرى والمدن.
وبر: شعر وصوف، والمراد أهل البادية والصحراء.
د مسلمانانو لپاره ښه زېری چې د ځمکې په ټولو برخو کې به د دوی دین خپور شي.
د اسلام او مسلمانانو لپاره عزت او د کفر او کافرانو لپاره ذلت دی.
په دې کې د نبوت له ثبوتونو څخه یو ثبوت او له نښو څخه یې یوه نښانه ده چې هغه څه پېښ شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی و.
(15/ 163).
نور (6)
د امام أحمد مسند (28/ 154) (16957).
النهاية في غريب الحديث والأثر.
لابن الأثير (4/ 309).
المصباح المنير في غريب الشرح الكبير.
لأحمد الفيومي (1/ 163).
الموسوعة الفقهية الكويتية.
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونهنور (5)
- مجالس تدارس القرآن للمبتدئين (سورة الفاتحة وقصار المفصّل)1«لَيبلُغنَّ هذا الأمر ما بلغ الليل والنهار ولا يترك الله بيت مَدَر ولا وَبَر إلا أدخله الله هذا الدين بعزّ عزيز أو بذلّ ذليل، عزًا يعز الله به الإسلام وأهله، وذلًا يذل الله به الكفر»([131])..
- نبراس طالب (2)نبراس طالب (2) عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلاَ يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلاَ وَبَرٍ إِلاَّ أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ»
- نبراس طالب (5)1«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ (بيتًا مبنيًّا من طين أو من شعر) إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ»
- وثيقة منهج نبراس لمدارس نهاية الأسبوع1"ليَبْلُغن هذا الأمر ما بلغ اللَّيل والنَّهار، ولا يترك الله بيت مَدَرٍ ولا وبرٍ إلا أدخله الله هذا الدين"
- وثيقة منهج نبراس لمدارس نهاية الأسبوع1"ليَبْلُغن هذا الأمر ما بلغ اللَّيل والنَّهار، ولا يترك الله بيت مَدَرٍ ولا وبرٍ إلا أدخله الله هذا الدين"