«په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده
له شداد بن اوس - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي دي، وایي:
«په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده ، نو کله چې تاسو وژنۍ، په مهربانۍ سره وژل وکړئ، او کله چې تاسو حلاله کوئ، نو په مهربانۍ سره حلاله وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي».
«إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي. په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي. او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څاروو د سترګو وړاندې حلال نه شي.
الشفرة: السكين العريضة.
په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.
نور (9)
صحيح مسلم (3/ 1548) (1955).
التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثا النووية (ص38).
شرح الأربعين النووية.
لابن عثيمين (ص185).
فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين.
للعباد (ص65).
فتح الباري.
لابن حجر (9/ 644).
شرح النووي على مسلم (13/ 107).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونه- د هدیې، قربانۍ او ذبحې احکامأحكام الهدي والأضاحي والتذكية «الله تعالى په هر شي نرمي کول فرض کړي دي، نو کله چې وژنه کوئ، په ښه توګه وژنه وکړئ، او کله چې ذبح کوئ، په ښه توګه ذبح وکړئ، خپله چاړه تېره کړئ، او خپلې ذبيحې ته ارامي ورکړئ» [8].
- د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.پرته له شکه الله په هرڅه کې ښېګڼه لازمه کړې ده؛ نو کله چې وژل کوئ په سمه توګه يې کوئ او کله چې ذبح کوئ په سمه توګه ذبحه کوئ، ستاسو هر يو دې خپله چاړه ښه تېره کړي او څاروی دې په ارامه سره ذبحه کړي.
نور (3)
- الحديث زاد 4الحديث 4«إِنَّ الله كَتَبَ الإِحْسانَ على كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا القِتْلَةَ، وَإِذا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ».
- رسالة موجزة عن الإسلام كما جاء في القرآن الكريم والسنة النبوية (مشتملة على الأدلة)رِسَالَةٌُ مُوجَزَةٌُ عَنِ الْإِسْلَامِ كَمَا جَاءَ فِي الْقُرْآنِ الْكَرِيمِ وَالسَّنَةِ النَّبَوِيَّة-مشتملة على الأدلة -للحرمين-«إنَّ اللَّهَ كَتَبَ الإحْسَانَ علَى كُلِّ شيءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فأحْسِنُوا القِتْلَةَ، وإذَا ذَبَحْتُمْ فأحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ» [39].
- نبراس طالب (2)نبراس طالب (2) «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ»