Skip to content

"کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".

«إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ أَيْضًا».

ابو داود روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان بل مسلمان ته په سلام اچولو هڅوي؛ هر کله چې ورسره مخ کیږي، که څه هم سره یو ځای روان وي او کله یې چې تر منځه کوم شی خنډ واقع شي لکه: ونه، دیوال او یا لویه ډبره او بیا ورسره مخ شي، نو بیا ځل دې پرې سلام واچوي.

د حديث له ګټو څخه

سلام اچول مستحب دي، او دا چې د وضعیت د هر بدلون پر مهال واچول شي.

د سلام اچولو سنت پر دودولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت ټینګار او پکې مبالغه کول؛ ځکه چې دا د مسلمانانو ترمنځ مینه او پېژندګلوي راولي.

سلام په (السلام علیکم) یا په ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) الفاظو سره اچول کیږي، پرته لدې چې د ملاقات پر مهال د لومړي ځل لپاره لاس هم ورکول کیږي.

سلام دعا ده، او مسلمانان اړتیا لري چې یو بل ته دعا وکړي، که څه هم دا کار په تکراري ډول تر سره شي.

مراجع
نور (9)

سنن ابو داود (7/ 494) (5200).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص520).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 138).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 667).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (4/ 410).