«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
«لَوْ كَانَ لِابْنِ آدَمَ وَادِيَانِ مِنْ مَالٍ لَابْتَغَى وَادِيًا ثَالِثًا، وَلَا يَمْلَأُ جَوْفَ ابْنِ آدَمَ إِلَّا التُّرَابُ، وَيَتُوبُ اللهُ عَلَى مَنْ تَابَ».
نبي ﷺ خبر ورکړی چې که بني آدم یو ناو (دره) له سرو زرو ډک ترلاسه کړي، نو د طبیعي حرص له امله به د دوو نورو هیله هم وکړي، او انسان د دنیا د حرص څخه تر مرګه نه خلاصېږي، مګر چې مړ شي او ګېډه یې د قبر له خاورو ډکه شي.
مال او نورو دنیايي شتمنیو راټولولو ته د انسان شدیده لېوالتیا.
نووي وایي: په حدیث کې د مال راټولو حرص او د زیاتوالي سره یې د مینې کولو بدوالی بیان شوی دی.
الله تعالی د هغه چا توبه قبلوي چې له ناوړه صفتونو توبه وباسي.
نووي وایي: دغه حدیث په دنیا کې د ډېری انسانانو د حرص عمومي حالت بیانوي، او د رسول ﷺ دا خبره یې تأییدوي چې فرمایي: «او الله هغه چاته بخښنه کوي چې توبه وباسي».
(1/ 148).
نور (7)
صحيح البخاري (8/ 93) (6439).
صحيح مسلم (2/ 725) (1048).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 54).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 76).
المعجم الوسيط.