Skip to content

"د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:

"د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".

«لاَ يَزَالُ قَلْبُ الكَبِيرِ شَابًّا فِي اثْنَتَيْنِ: فِي حُبِّ الدُّنْيَا وَطُولِ الأَمَلِ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بوډا سړی زړېږي او بدن یې کمزوری کېږي، خو زړه یې د دوو شیانو په مینه کې ځوان پاتې کېږي: لومړی: د ډېرې شتمنۍ لپاره له دنیا سره مینه. دویم: اوږد عمر، زندګۍ، ژوند، او هیله.

د حديث له ګټو څخه

د هغه څه بیان چې انسان ورسره پیدا شوی؛ د دنیا سره مینه او اوږد مهاله هیلې.

اوږدو هیلو او د پېسو په راټولولو کې د حرص غندنې ته اشاره، چې دا د مرګ لپاره چمتووالی او د شتمنو لخوا د خیرات کولو فضیلت او د غریبانو لخوا پرهیزګارۍ ته اړتیا لري.

بني آدم ته تر ټولو خوښ شی د هغه خپل ځان دی، نو د دې لپاره اوږد عمر او مال خوښوي؛ ځکه چې دا د روغتیا او له دنیا څخه د خوند اخېستلو لپاره له لویو اسبابو څخه دي، نو هر کله چې د دې د ختمېدو احساس پېدا شي مینه یې ورسره زیاتېږي، او د دوام لپاره یې لیوالتیا ډېرېږي.

مراجع
نور (3)

صحيح البخاري (8/ 89) (6420).

البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (20/ 36).

إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري (9/ 242).