Skip to content
د سورتونو لړليک /

الحدِيد

الحدِيد is chapter ٥٧ of the Quran and has ٢٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

29 آيتونه د سورت شمېره ٥٧
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ

څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي الله لره پاکي بيانوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ

هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه په هر څه ځواکمن دى.

هُوَ ٱلۡأَوَّلُ وَٱلۡأٓخِرُ وَٱلظَّٰهِرُ وَٱلۡبَاطِنُۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ

هغه لومړنی، وروستى، ښكاره او پټ دى او همغه په هر څه ښه پوه دى.

هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يَعۡلَمُ مَا يَلِجُ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا يَخۡرُجُ مِنۡهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعۡرُجُ فِيهَاۖ وَهُوَ مَعَكُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ

دى همغه دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش بره [د پاسه] شو، هغه ته معلوم دي څه چې په ځمكه كې ننوزي او څه چې ترې راوزي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه چې پكې خيژي، او چېرته چې تاسې ياست هغه درسره وي [په اعتبار د علم او د قدرت نه په اعتبار د ذات] او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه ليدونكى دى.

لَّهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرۡجَعُ ٱلۡأُمُورُ

هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او همغه الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.