أسامة بن زيد بن حارثة الكلبي
الإسم
اسامه بن زيد بن حارثه كلبي
اسم الشهرة
اسامه بن زيد بن حارثة رضي الله عنهما
نبذة مختصرة
اسامه بن زید بن حارثه بن شراحیل بن عبد العزیٰ بن امرئ القیس کلبي، یو جلیل القدر صحابي و، او ازاد شوی غلام او لوی امیر و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبوب او د هغه د محبوب زوی، د هغه ازاد شوی غلام او د هغه د ازاد شوي غلام زوی و، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - هغه د شام د حملې لپاره د لښکر مشر وټاکه، په داسې حال کې چې په لښکر کې عمر او مشران صحابهوو شتون درلود، او د لښکر د روانېدو څخه مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو ابو بکر رضي الله عنه د لښکر د لېږلو لپاره اقدام وکړ، د اسامه رضي الله عنه څخه ثابته ده چې وایي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به زه او حسن د لاسه نیولو او فرمایل به یي: "اې الله، زه له دوی سره مینه کوم، نو ته هم دوی سره مینه وکړه"، هغه په ۵۴ کال کې وفات شو.