Skip to content

أم حكيم بنت الحارث بن هشام

الإسم

ام حكيم بنت حارث بن هشام

اسم الشهرة

ام حكيم بنت حارث -رضي الله عنها-

نبذة مختصرة

ام حکیم بنت حارث بن هشام بن مغیره مخزومیه، یوه جلیله القدر صحابیه وه، د احد په ورځ د مشرکینو سره راغله، بیا د مکې د فتحې په ورځ یې اسلام قبول کړه، د هغې مېړه، عکرمه بن ابي جهل یمن ته تښتېدلی و، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه ورپسې لاړله، نو ورسره راغی او اسلام یې قبول کړ، بیا له هغه سره د روم جنګ ته لاړه او خاوند یې هلته شهید شو، بیا خالد بن سعید بن العاص د دمشق په جنوب کې د مرج الصفر له جګړې څخه لږ مخکې له هغې سره واده وکړ، کله چې هغه هم هلته شهید شو، ام حکیم خپلې جامې خپل ځان پورې وتړلې، او وینې یې په جوش راغلی حال دا چې د هغې په بدن د عطرو نښې ښکاره کېدې، دوی د سیند په غاړه جګړه وکړه، د یو پله سره نږدې چې وروسته د ام حکیم پله په نوم ونومول شو، او هغې د هغې خیمې په ستنې اوه رومیان ووژل چې خالد په کې ورسره واده کړی و، او هغه په ​​۱۴ کال کې ووژل شوه.

المراجع

نور (1)
الطبقات الكبرى (8/ 205)، الاستيعاب في معرفة الأصحاب (4/ 1932)، أسد الغابة (7/ 309)، الإصابة في تمييز الصحابة (8/ 379)، الأعلام للزركلي (2/269).