تميم بن أوس بن خارجة الداري
الإسم
تميم بن اوس بن خارجه الداري
اسم الشهرة
أبو رقية تميم بن أوس الداري -رضي الله عنه-
نبذة مختصرة
تمیم بن اوس بن حارثه، او ویل شوي چې هغه: خارجه بن سود، او ویل شوي چې هغه: سواد بن جذیمه بن ذراع بن عدي بن الدار، ابو رقیه الداري، او جلیل القدر صحابي و، هغه مخکې عیسوی و، بیا مدینې ته راغی او اسلام یې قبول کړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د جساسه او دجال کیسه بیان کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره په منبر باندې بیان کړه، او دا د هغه له فضیلتونو څخه شمیرل کېده، هغه به ډېر تهجد کول، هغه یوه شپه یو آیت باندې ټوله شپه تېره کړه، او هغه آیت دا دی: {أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (21)}، [الجاثیة:۲۱] (ایا د هغو کسانو چې بدي يې کړې ګومان دی چې: مونږ به يې د هغو خلکو په شان کړو چې ایمان يي راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي؟ ژوند اومرګ به يې سره برابر وي؟ ډيره بده او ناروا پریکړه ده چې هغوی يې کوي). هغه په ۴۰ کال وفات شو.