Skip to content

پوښتنه: د لمانځه فضیلت څه دی؟

الباب / الفصل
قسم الفقه

السؤال

س١٦: ما فضل الصلاة؟

۱۶. پوښتنه: د لمانځه فضیلت څه دی؟

الجواب

ج:عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:

«أرأيتم لو أن نهرًا بباب أحدكم يغتسل منه كل يوم خمس مرات، هل يبقى من درنه شيء». قالوا: لا يبقى من درنه شيء. قال: «فذلك مثل الصلوات الخمس يمحو الله بهن الخطايا»

متفق عليه.

  • الدرن: الوسخ.

ج:له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي. ویې فرمایل: «همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي»

متفق علیه.

  • درن: خیری.