رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.
له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.
أن النبي صلى الله عليه وسلم كان لا يَدع أربعا قَبل الظهر وركعتين قبل الغَدَاة.
عایشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغې په کور تل نفلي لمونځونه کول او هېڅکله به یې نه پرېښودل: څلور رکعتونه په دوو سلامونو سره د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعتونه د سهار د لمانځه نه مخکې.
د ماسپښین له لمانځه نه مخکې څلور رکعته او د سهار د لمانځه نه مخکې دوه رکعته ادا کول مستحب دي.
غوره دا ده چې سنت لمونځونه په کور کې وشي، له دې امله عایشې رضي الله عنها یې په اړه خبر ورکړ.
نور (3)
صحيح البخاري (2/ 59) (1182).
توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.
لعبد الله البسام (2/ 379).